Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماراتون منډو سیالیو شپږم پړاو په بامیان کې ترسره شو

د ماراتون منډو سیالیو شپږم پړاو نن جمعه (د لړم په ۳مه) په بامیان ولایت کې ترسره شو.

په دغو سیالیو کې، څه باندې ۴۰۰ کورنیو او بهرنیو نرینه او ښځینه لوبغاړو په دوو ۱۰ او ۴۲ کیلومټرو واټنونو کې ګډون کړی وو.

له دې ډلې ۳۰۰ لوبغاړو په ۴۲ کیلومټرو او ۱۰۰ لوبغاړو په ۱۰ کیلومټرو واټن کې سره سیالي وکړه.

په دغو سیالیو کې له کابل څخه محمد کریم یاقوت لومړی مقام ترلاسه کړ او نبي حسیني او جاوېد له بامیان څخه په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل خو د مېرمنو په برخه کې حفیظه حسیني، مرضیه ناظري او عاقله هاشمي لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

کریم یاقوت وتوانېد چې ۴۲ کیلومټره واټن په دوو ساعتونو او ۵۳ دقیقو کې کچ کړي او اتلولۍ ته ورسېږي.

۱۸ کاله کېږي چې یاقوت په ماراتون په سیالیو کې ګډون کوي او تراوسه یې درې ځله د دغو سیالیو د سرو زور مډالونه ګټلي دي.

په ۱۰ کیلو مټرۍ کې د مېرمنو له ډلې ندیره وتوانېده چې د ۱۰۰ ښځینه او نرینه لوبغاړو له منځه لومړی مقام خپل کړي.

دغه سیالۍ له شپږو کلونو راهیسې د ځينو بهرنیو او کورنیو بنسټونو له لوري په بامیان کې ترسره کېږي. 

شریک یي کړئ