Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حبیب نورماګومدوف د ازادو مبارزاتو له نړۍ سره مخه ښه وکړه

د ازادو مبارزاتو او د (یو اف سي) نړیوال سازمان د ۷۰ کیلوګرامه وزن اتل حبیب نورماګومدوف، تېره شپه (شبنې د لړم په ۳مه) د خپل امریکايي سیال له ماتولو سره، له هېڅ ماتې پرته د دغو سیالیو نهه ویشتمې پرله پیسې بریا ته ورسېد او د ازادو مبازاتو له نړۍ سره یې مخه ښه وکړه.

د شنبې شپې په لوبه کې حبیب چې د روسې د داغستان دی، وتوانېد چې خپل امریکایی سیایل جسټېن ګیچي، په دویم رونډ کې له سبمېشن حرکت سره مات کړ.

حبیب د وران زیږدیز کال په جولای میاشت کې خپل پلار (عبدالمناف نورماګومدوف) چې ۷۵ کلن و، له لاسه ورکړ او ډېرو باور نه کاوه چې هغه دې وکړای شي له دغه وضعیت سره خپل سیال مات کړي.

حبیب د هغه پلار په ماشومتوب کې د ازادو مبارزاتو د سیالیو مرکز ته بیولی و.

حبیب د خپل سیال له ماتولو وروسته وویل چې هغه له خپلې مور سره ژمنه کړې ده چې دا سیالي به د هغه وروستۍ سیالي وي.

هغه په دې اړه وویل:«ما درې ورځې مخکې خپلې مور سره خبرې وکړې. هغه نه غوښتل چې زه له خپل پلار پرته مبارزه وکړم او ما ورته ژمنه ورکړه چې دا به زما وروستۍ سیالي وي، ما ورته ژمنه ورکړې او باید هغه پر ځای کړم.»

هغه زیاته کړه:«دا زما وروستۍ مبارزه وه.»

حبیب د ازادو مبارزاتو په سیالیو کې د شنبې شپې له بریا سره ۲۹ پرله پسې بریاوې په خپله کارنامه کې لري. 

شریک یي کړئ