Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې سنټ پټروزبورګ۲۰۲۰ازادو سیالیو پای، افغانستان۱۱مډالونه ګټلي

د روسیې سنټ پټروزبورګ ۲۰۲۰ ازادو سیالۍ پای ته ورسېدې او په دغو سیالیو کې د هېواد لوبغاړي وتوانېدل چې ۱۱ مډالونه ترلاسه کړي.

په دغو سیالیو کې افغانستان د جوجیتسو په درې سبکونو کې د تاجیکستاني، قزاقستاني، اوکراییني او روسي سیالیو په وړاندې لوبه وکړه چې په پای کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او اووه د برنزو مډالونه خپل کړل.

په دغو سیالیو کې د اسیاسي او اروپايي هېوادونو کابو ۲۸۰ لوبغاړو ګډون درلود.

په دغو سیالیو کې ۱۳ افغان لوبغاړو د تاجیکستان، قزاقستان، اوکراین او روسیې لوبغاړو په وړاندې سیالي کړې ده. 

ورته مهال د روسیې د جوجیتسو فډراسیون مرستیال د هېواد د جوجیتسو د فډراسیون سکرټر جنرال حارث ابوي ته د خلاقانه مشرۍ له امله د سروز یو مډال ډالۍ کړی دی.

ښاغلي ابوي په دې اړه وویل:«د کورونا ویروس د کرنټين له ستونزو وروسته د افغانستان کړېدلي ملت ته د لومړنۍ سترې ورزشي لاسته راوړنې مبارکي وایم.»

د جوجیتسو لوبډلې روزونکی سید جواد حسیني هم څرګندوي:«د هېواد د جوجیتسو لوبغاړو له خوا د ۱۱ مډالونو ترلاسه کولو له امله مبارکي وایم او واقعاً دا مبارکي ارزښت لري. زه خلکو ته ژمنه کوم که چېرې زموږ ځوانان وهڅول شي د افغانستان لپاره به ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.»

د هېواد لوبغاړي د هېواد ارامۍ ته هیله من دي او وايي که چېرې د هېواد وضعیت ښه شي هغوی به له لورې روحیې سره نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د جوجیتسو لوبغاړی حسین بحش صفري وايي:«ما دوه مډالونه د سپینو زرو او برنزو ترلاسه کړل او که چېرې د هېواد وضعیت ښه وي موږ کولای شو له ارامې روحیې او پیاوړي هوډ سره ښه مبارزه وکړو او تل عالي لاسته راوړنې ولرو.»

دغه سیالۍ د درې ورځو لپاره د روسیې په سنټ پټرزبورګ کې ترسره شوې.

شریک یي کړئ