Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بارسلونا کلپ رییس استعفا ورکړه

د بارسلونا کلپ رییس، جوزف بارتومئیو تېره ورځ(سې شنبې د لړم په ۶مه نېټه) استعفاء ورکړه.

نوموړي مخکې له دې چې راتلونکې میاشت کې د نه باور په تړاو کابو ۲۰ زره لاسلیکونه ټول شي، خپله استعفاء وړاندې کړه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د دغه کلپ ټول مدیره پلاوي هم استعفاء ورکړې ده.

بارتومئیو خبري ناسته کې ویلي دي:« پر دې پرېکړې فکر شوی او یوه ارامه پرېکړه ده.»

د ۵۷ کلن بارتومئیو کړنې د دغه کلپ لپاره تېر یوه کال کې کمزورې وې او تېر فصل کې یې د اروپا اتلولۍ لیګ کې د بایرن مونیخ پر وړاندې صفر د اتو پر وړاندې ماته وخوړه، چې دغو کړنو باندې سختې نیوکې وشوې.

که څه هم له دې ماتې وروسته لوبډله کې بدلون راغی او رونالدو کومان د سر روزونکي په توګه وګمارل شو، خو پلویانو یې ویل چې اصلي لامل د کلپ رییس دی.

د لوبډلې ډېرو پلویانو د بارتومئیو ګوښه کول غوښتل.

وروسته له هغې د بارسلونا ارجنتایني لوبغاړي، لیونل میسي وویل چې له دې لوبډلې بېليږي، خو بارسلونا او لالیګا بیا اعلان وکړ چې هره لوبډله چې میسي اخلي  نو باید چې د بېلوالي بند لپاره ۷۰۰ میلیون ډالره ورکړي.

وروسته له هغې میسي پرېکړه وکړه چې دغه فصل کې بارسلونا سره پاتې شي ځکه نه یې غوښتل ورسره قانوني نښته ولري.

میسي له خپلې پرېکړې وروسته د کلپ پر رییس نیوکې وکړې.

بارتومئیو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د بارسلونا ریاست پر غاړه واخیست.

د بارسلونا ستونزې لا هم دوام لري، تېره دوشنبې بې خپله لوبه ریال مادرید ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده.

د بارسلونا کلپ رییس استعفا ورکړه

د بارسلونا کلپ رییس یوې خبري ناستې پرمهال خپلې استعفاء په تړاو وویل:«پر دې پرېکړې فکر شوی او یوه ارامه پرېکړه ده.»

شریک یي کړئ