Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد خان د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې نوی ریکاډ جوړ کړ

د هېواد د کرېکت ستوري راشد خان د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې د ډيلي کپيټل په وړاندې د سن رایزرز حیدراباد لپاره د سې شنبې (د لړم په ۶مه) لوبه کې د دغو سیالیو د ۲۰۲۰زیږدیز کال په فصل کې نوی ریکاډ جوړ کړ.

راشد خان په دغې لوبه کې په څلورو اوورونو کې سیالې لوبډلې ته ۷ منډې ورکړې او وتوانېد چې درې مقابلې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي.

په دغې لوبه کې، په لومړۍ پاڼۍ کې سن رایزرز حیدراباد توپ وهنه وکړه او د ښې لوبې په ترسراوي وتوانېدل چې سیالې لوبډلې ډیلي کپیټل ته ۲۲۰ منډې هدف وټاکي.

د ډيلي کپيټل لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او دا لوبه یې د ۸۸ منډو په توپير سره سن رایزرز حیدراباد ته وبایلله.

راشد خان په دغو سیالیو کې سیالې لوبډلې ته د کمو منډو له ورکړې سره، د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په تاریخ کې شپږم لوبغاړی شو.

محمد نبي او راشد خان خپله لومړنۍ لوبه د هند په غوره لیګ کې په ۲۰۱۷ز کال کې له سن رایزرز سره پیل کړه. 

شریک یي کړئ