د موی ټای نړۍوالې سیالۍ په انلاین ډول د سلو هېوادونو د ۳۰ زره لوبغاړو تر منځ پیل شوې.
دغو سیالیو کې له افغانستانه له ۴۳ لوبغاړو ۷ تنو یې په وایکرو څانګه کې نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده.
دغه سیالۍ چې د لړم په شپږمه نېټه پیل شوې او په دوو ورځو کې ۷ افغان لوبغاړي توانېدلي دي په وایکرو څانګه کې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
شکیبا حیدري چې دغو لوبو کې یې ګډون کړی دی وايي:«د وایګرو په برخه کې مې ګډون کړی او خپلې سیالې ته مې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووتم.»
بل ګډونوال، لطف الله زیاتوي:«دغو مجازي سیالیو کې مې دوې بریا درلودې چې له دې سره مې بل پړاو ته لار موندلې.»
په دې سیالیو کې به لوبغاړي د موی ټای نړۍوال سازمان له لوري له مخکې ټاکل شوي ننداریز حرکتونه ترسره کوي او هر لوبغاړی چې وکولی شي د خپل سیال پر وړاندې ښه او په منظم ډول حرکات ترسره کړي، د سیالۍ ګټونکی پېژندل کیږي.
افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې په بیلابیلو سني کټګوریو کې ګډون کړی او د فرانسې، هالند، سریلانکا، پولند، چین تایپي، کوېټ او پېرو د استازو په ماتولو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده.
دغه سیالۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دوه ورځې مخکې پیل شوي او ټاکل شوې څو ورځې دوام وکړي.