کابل کې د رسمي اکاډمیو د کرېکټ د شپاړس کلونو لوبغاړو ترمنځ د سیالیو په وروستۍ لوبه کې، د ملي اکاډمۍ لوبډله وتوانېده چې سیالیې لوبډلې د سلیم کاروان اکاډمۍ ته د څلورو منډو په توپير سره ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.
د دغو سیالیو وروستۍ لوبه، د شنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) ترسره شوه. په دغې لوبه کې د ملي اکاډمۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې په پای کې د سلیم کاروان اکاډمۍ لوبډله ونه توانېده هدف پوره کړي او ملي کاډمۍ ته یې لوبه وبایلله.
د ملي اکاډمۍ لپاره سبحان الله ۴۵، هجرت الله ۳۲ او مکمل هم ۲۲ منډې جوړې کړې.
ورته مهال فیصل او زبیر هر یوه د ملي اکاډمۍ دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې، بیا ګل ولي، الله محمد او عبدالکریم بیا هر یوه، یوه یوه ویکټه واخیسته.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې، د سلیم کاروان اکاډمۍ لوبډلې له توپوهنې سره پیل کړه او د ۹ لوبغاړو له سوځېدو سره یې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.
مصطفی سلیم ۳۹، فیصل خان ۳۳ او عبدالکریم ۱۳ مندې د سلیم کاروان اکاډمۍ لپاره جوړې کړې.
بیا مقابل لوري ته د ملي اکاډمۍ لوبغاړي پوپل درې ویکټې، مکمل او حمید هر یوه دوه دوه او سیف الله یوه ویکته ترلاسه کړه.
د دغو سیالیو په پای کې پوپل د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دا سیالۍ له ۱۱ ورځو راهیسې په کابل کې د اتو رسمي اکاډمیو ترمنځ جوړې شوې وې.