Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د فوټسال غوره لیګ؛ نن به څلور لوبې ترسره شي

د فوټسال د غوره لیګ د لوبو په لړ کې، نن (یکشنبې، د لړم په ۱۸مه) څلور لوبې به ترسره شي.

د دغو سیالیو په لړ کې تېره ورځ، پیشتاز، اطمینان، طاها، همای رحمت، صدیقي، سنایي، شرکت سړک سازي تنه او استقلال لوبډلې د یو بل په وړاندې ډګر ته ورغلې چې په پایله کې پيشتاز او اطمینان لوبډلې له ګول پرته لوبه مساوي کړه.

طاها ۷ پر ۳ د همای رحمت لوبډله ماته کړه، سنايي لوبډلې هم ۷ پر ۴ صدیقي لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د سړک ساز تنها لوبډلې هم ۳ - ۰ استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبو کې به د صداقت لوبډله د فیصل شریف، شریفي سپورت د رسانه‌ها، جوانان میهن د وي ای پي او شهید نسیم هم د ظاهر اسد لوبډلو په وړاندې د لوبو ډګرونو ته ودانګي.

دغه سیالۍ له دیارلسو ورځو راهیسې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په دوه ګروپونو کې کابل کې د هېواد فوټبال فډراسیون لوبغالي کې پيل شوي دي.

شریک یي کړئ