Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د سوک وهنې سیالۍ د ۳۱۷ لوبغاړو ګډون سره پیل شوې

کابل کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ چې په کې ۳۱۷ تنه تنکي ځوانان ګډون لري تېره ورځ(دوشنبې د لړم په ۱۹نېټه) پیل شوې.

دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

د هېواد د سوک وهنې فدراسیون د نشراتو مسوول، ویس الدین غوثي وايي:«موږ خوښ یو چې دا سیالۍ مو پیل کړې او ترې به غوره څېرې وټاکل شي څو نړیوالو او کورنیو لوبو ته چمتو شي.»

سیالۍ کې ګډون کوونکي دغه لوبې د نړیوالو سیالیو چمتوالي او د تجربې کسب لپاره قناعت بخښونکې بولي.

سوک وهونکی، شبیر څرګندوي:«غواړو چې له پولې بهیر سیالیو کې ګډون وکړو، غواړم چې سپورټ وکړم او نور مې هم وویني او وهڅيږي.»

بل سوک وهونکی، الیاس زیاتوي:«زه کولی شم چې راتلونکي کې یو ښه سوک وهونکی ووسم او خپل هېواد ته ویاړ راوړم.»

دا سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او ترې به ۵۲ غوره لوبغاړي د کابل لوبډلې ته ترې غوره شي.

دا سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او ترې به ۵۲ غوره لوبغاړي د کابل لوبډلې ته ترې غوره شي

شریک یي کړئ