Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د توکیو اولمپيک ځنډ ۱.۹ مېلیارد ډالره اضافي لګښت رامنځته کوي

د ۲۰۲۰ توکیو اولمپیک جوړونکو اټکل کړی چې د دغه اولمپيک ځنډ ۲۰۰ مېلیارده ین یا ۱.۹ مېلیارد ډالره اضافي لګښت رامنځته کوي.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې او جاپان دولت په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې سږ کال د اولمپيک لوبې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله به یو کال وځنډېږي.

د دغو لوبو له لغوه کېدو مخکې، جاپان اعلان کړی و چې څه باندې ۱.۳۲ ترېلیونه جاپاني ینه د دغو لوبو ترسراوي ته ځانګړي شوي دي.

د یومي یوري ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې د توکیو اولمپيک د ترسراوي کمېټه په ډسمبر میاشت کې د لوبو د ترسراوي د ځنډ په هکله یو ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې راغلي دي چې په لومړي سر کې د توکیو اولمپیک سیالیو د ځنډ له امله اضافي لګښت ۳۰۰ مېلیارده ین اټکل شوي وو؛ خو د ځينو مسایلو له ساده کولو سره په دغو سیالیو کې لګښت راټيټ شو.

شریک یي کړئ