د المان بایرن مونیخ پولنډي لوبغاړی، روبرټ لواندوفسکي نړۍ کې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فټبال غوره لوبغاړی وټاکل شو.
روبرت لواندوفسکی، بازیکن پولندی تیم فتبال بایرن مونیخ آلمان بهعنوان بهترین فتبالیست مرد جهان در سال ۲۰۲۰ انتخاب شد.
فیفا د ۲۰۲۰کال د فټبال د نړۍ د غوره لوبغاړو د غوراوي مراسم په انلاین ډول ترسره کړل.
دغو مراسمو کي لواندوفسکي وتوانید چې د اسپانیا بارسلونا ارجنتایني ستوری، لیونل مسي او د ایټالیا یونټوس پرتګالي ستوری، کریستیانو رونالدو په شا کړي.
لواندوفسکي د بایرن مونیخ لپاره تېرو فصلونو کې ۵۵ ګولونه ترسره کړل او له دې لوبډلې سره د بوندسلیګا یا د المان لیګ، د حذفي لیګ او د اروپا د اتلولیو سیالیو کې اتل شو.
لوسې برونز هم د ښځینه فټباله غوره لوبغاړې وټاکل شوه او هغه د فرانسې المپیک لیون لوبډلې سره وتوانېده چې د اروپا اتلولۍ ته ورسيږي.
په دې مراسمو کې د غوره دروازه ساتونکي جایزه، مانویل نویر ته د المان بایرن مونیخ کې وکړل شوه.
د ښځینه دروازه ساتونکې جایزه هم المانۍ سارا بوحدي ته ورکړل شوه. همداراز کوریايي سون هیونګ هم د کال ښایسته ګول جایز ترلاسه کړه.
د غوره روزونکې جایزه د هالنډ ښځینه لوبدلې روزنکې، سارینا ویګمن او د نارینه د لیورپول رزونکي، یورګن کلوپ ته ورکړل شوه چې دوه ځله مخکې یې هم ترلاسه کړې وه.
مراسمو کې د فټبال د نړۍ دوو ستورو، مارادونا او پاېولو روسي چې سږ کال مړه شول، هم درناوی وشو.