Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د کرېکټ د نوي معیاري لوبغالي جوړېدل منظور شول

په کابل کې د کرېکټ د یوه نوي معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریمه ځمکه منظور شوې ده.

دا ځمکه د ولسمشر اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په موخه  ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر د رغونې چارې هم پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، خوښي څرګندوي چې د افغان کرېکټ د لا ډېرې پیاوړتیا په موخه په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د ولسمشر له خوا ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د کرېکټ بورډ عمومي رییس فرهاد یوسفزي وویل:«په دې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرېکټ لوبغالي درلودونکی وي چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرېکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.»

باید وویل شي چې دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي چې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د ننداره چیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرونو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړوند اسانتیاوې درلودونکی وي.

د یادونې وړ ده چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرېکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړئ شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای لرونکی وي.
 
شریک یي کړئ