Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د فوټبال ملي لوبدلې اماراتو کې خپل تمرینات پیل کړل

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د اماراتو په دوبۍ ښار کې یو تمریناتي پنډغالی جوړ کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې د دغه پنډغالي لومړنۍ تمریناتي جلسه د شنبې ورځې له غرمې وروسته (د مرغومې په ۶مه) د فوټبال د ملي لوبډلې د ټولو غړو له حضور سره جوړه شوه.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به په وروي میاشت کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام سیالیو په لړ کې په ترتیب سره د بنګله دېش مېلمه او د عمان کوربه وي.

له فردین حکیمي پرته چې د زکام او والګي له امله په دغه پنډغالي کې ګډون نه و کړی، د فوټبال کورنیو او بهرنیو یعنې اروپايي هېوادونو څخه ټولو بلل شویو لوبغاړو حضور درلود.

د ملي لوبډلې د منځنۍ کرښې لوبغاړی نور حسین چې دغه پنډغالي ته بللی شویو د کووېډ نولس ناورغۍ د اخته کېدو له امله، په دغه پنډغالي کې حضور پیدا نه کړ.

همدارنګه فرید سادات دېوېډ بریدګر، د منځنۍ کرښې لوبغاړی ادام نجم،هم د کرنټين له امله په هغو هېوادونو کې چې ژوند کوي ونه توانېد حضور پیدا کړي.

عمران حیدري، شریف محمد او اسلام الدین امیري هم په پولنډ او هند کې په خپلو کلپونو کې سیالیو کې د حضور له امله  د اماراتو په تمریناتي پنډغالي کې حضور پیدا نه کړ.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی انوش دستګیر، د کورني فوټبال لس لوبغاړي د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو کې له ښه ځلېدو وروسته په دغه تمریناتي پنډغالي کې د افغانستان د فوټبال د ښه استعدادونو په توګه ملي لوبډلې کې اضافه کړي دي.

د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې تمرینات د روانې زیږدیز میاشتې تر ۳۰ پورې به دوام ولري.

شریک یي کړئ