Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو د یوې وروستۍ لسیزې غوره لوبغاړی شو

افغانستان د کرېکټ ستوری راشد خان د ای سي سي لخوا د شل اوریزو سیالیو د یوې وروستۍ لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د راشد خان ترڅنګ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ۱۱ لوبغاړو نومونه هم د یوې وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړو په نوملړ کې راغلي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې راشد خان د ۸۹ ویکټو په اخیستو سره، د ۲۰اوریزو سیالیو د تېرې یوه لسیزه کې غوره لوبغاړی شو.

راشد خاان تل د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په بریا کې بنسټيزه ونډه لرلې ده او تل یې د ملي لوبډلې لپاره ویاړونه ترلاسه کړي دي.

هغه د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په یوې ویډیو کې ویلي دي:«زه د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته، حیران شوم او د خپلو پلویانو لپاره خوشحاله یم. د هغه چا لپاره چې له افغانستانه دا جایزه ترلاسه کړي، ځانګړې شېبه ده.»

راشد خان په ۱۹۹۸ کال کې د ننګرهار ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

 هغه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لپاره د زيمبابوې په وړاندې یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

کله چې د دغو لوبو لړۍ دوام درلود، هغه د هند په غوره لیګ کې د سن رایزرز لوبډلې له خوا په امتیاز واخیستل شو.

هغه د هېواد څرخي یا سپېنر توپ اچوونکی دی، خو د توپ وهنې په برخه کې هم ښه ځلېدلی دی.

راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د سن رایزرز لوبډلې له خوا په ۶۰۰ زره ډالرو په امتیاز واخیستل شو.

د هغه د توپ اچونې بڼې ډېری غوره او ځلېدلي توپ وهونکي له ننګونو سره مخ کړي دي.

هغه د محلي لیګ کې د کابل عقابانو لوبډلې لپاره لوبه کوي.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د هند په غوره لیګ کې له ښه ځلېدو وروسته د اسټرالیا غوره لیګ کې د اډلایډ اسټرایکرز له خوا هم په امتیاز وپېرل شو.

په ۲۰۱۸ کال کې، هغه یوځل بیا د هند سن رایزرز له خوا او دا ځل د یو مېلیون او ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په بیه په امتیاز وپېرل شو.

په دغه کال کې افغانستان همدارنګه د کرېکت نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ او افغانستان وتوانېد چې ټېسټ لوبې ترسره کړي چې د راشد خان لپاره یوه نوې موکه رامنځته شوه.

افغانستان خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه د هند په وړاندې ترسره کړه.

راشد خان تراوسه د نړۍ په څو معتبرو لیګونو کې لوبه کړې ده.

هغه اوس د اسټرالیا د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې بوخت دی.
 
شریک یي کړئ