Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوک وهونکې نجونې؛ خورشېد د لاسته راوړنو لپاره هڅه کوي

د نارینه سوک وهونکو تر څنګ یو شمېر انجونې هڅې کوي چې د سوک وهني په برخه کې وياړ تر لاسه کړي.

یوه له دې ډلې خورشید محمدي ده چې د هېواد د سوک وهنې ملي لوبډلې غړېتوب لري.

نوموړې اوس د سوک وهنې په برخه کې د هغو سیالیو لپاره چمتوالی نیسي چې د حمل په میاشت کې ملي لوبډلې ته د غوره کېدو په موخه په لاره اچول کېږي.

کابو دوه کاله کېږي چې سوک وهنې برخه کې کار کوي.

د هېواد سوکو وهنې ملي لوبډلې غړې، خورشېد محمدي وايي:« مخکې به سوک وهنې ته نجونو لېوالتیا نه درلوده، خو کله چې لوبې ترسره شوې، کسان یې کم و او بیا زه هم لېواله شوم او هیله لرم چې د هېواد ملي لوبډلې ته راشم څو هېواد ته ویاړ ترلاسه کړم.»

خورشېد هڅه کوي چې په ۵۲ کیلوګرامه کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي او په همدې موخه سخت تمرین کوي.

د خورشېد محمدي روزونکی، جمشېد بهزاد هغه پیاوړې نجلۍ بولي.

ټاکل شوې د راتلونکي کال په وري میاشت کې د ښځینه سوک وهونکو غوراوي لوبې ترسره شي، چې خورشېد به هم په کې سیالي وکړي.

شریک یي کړئ