Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راشد خان له اېرلنډ سره د سیالۍ په پار له ملي لوبډلې سره یوځای شو

د هېواد کرېکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان عربي متحده اماراتو ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو څلورو ورځو د اېرلنډ په وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي.

له دې مخکې، د هېواد د کرېکټ دغه ستوري د اسټرالیا په لیګ کې لوبه کوله. محمد نبي هم له ملي لوبډلې سره یوځای شو.

د شنبې په ورځ، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په یوې تمریناتي لوبه کې اېرلنډ لوبډلې ته د ۲۲ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د هېواد ملي لوبډله کابو یوه اوونۍ کېږي چې په اماراتو کې د دغو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ لوبې په ابوظبي ښار کې د شیخ زاهد په لوبغالي کې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ