Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې له ۱۶کلونو د کم عمره فوټبال لوبغاړو د سیالیو پیل

له ۱۶ کلونو د کم عمره فوټبال لوبغاړو سیالۍ د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۸مه) د کابل په کوربتوب پيل شوې.

دغه سیالۍ د کابل، بامیان، لوګر، پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو څخه د ۱۶ لوبډلو له حضور سره پيل شوې. او ګډون کوونکې لوبډلې د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره د یوې اووڼۍ لپاره سره سیالۍ کوي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون د ځوانانو کمېټې مسوول سهیل سحريي وايي:«دا ځل موږ دا سیالۍ یوازې د مرکز او د هېواد د ولایتي لوبغاړو لپاره په پيل کړي دي چې وکړای شو غوره څېرې حذب کړای شو.»

د مرکزي حوزې لوبډلو لوبغاړو چې په دغو سیالیو کې ګډون کړی د خپلو سیالانو په وړاندې د ځواکمن حضور د چمتووالي په هکله خبرې کوي خو دوی په خپلو ولایتونو کې د فوټبال معیاري لوبغالي نشتون په هکله شکایت لري.

د کاپیسا له ۱۶ کلونو د کم عمره لوبدلې رزونکی تمیم صابري وايي:«په دغه ولایت کې شین لوبغالی نشته او زموږ لوبغاړي په خاورینو ځمکو کې لوبه کوي او دغه ډګرونه او سیالۍ به د لوبغاړو لپاره ښه تجربه وي.» 

د پنجشېر ولایت له ۱۶ کلونو کم عمره لوبغاړو له ډلې پيمان وايي چې د فوټبال فډراسیون په دغه ولایت کې لوبغاړو ته پاملرنه نه کوي او په ټول کې د فوټبال فډراسیون د چارواکو ټول تمرکز د پلازمېنې پر لوبغاړو دی، خو «بیا هم موږ د دغو سیالیو لپاره ښه چمتووالی نیولی دی.»

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو له پای وروسته، غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي. 

دغه سیالۍ د کابل، بامیان، لوګر، پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو څخه د ۱۶ لوبډلو له حضور سره پيل شوې.

شریک یي کړئ