Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېکټ پنځوس اوریزه لوبه کې د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان بریا

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ(پنجشنبې د سلواغې په ۲مه نېټه) لومړۍ پنځوس اورېزه لوبه کې اېرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د سیالۍ پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړې يې د اېرلنډ پر وړاندې توپوهنه پیل کړه او ۵۰ اورونو کې د نهو ویکټو په غورځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه چې له ډلې يې د افغانستان په استازيتوب رحمن الله ګربز ۱۲۷ منډې، راشد خان ۵۵ چټکې منډې، جاوید احمدي ۳۸ منډې اړ نجیب الله ځدراڼ ۲۹ منډې ترلاسه کړې.

په داسې حال کې چې اېرلنډ لوبډلې ته په توپ اچونه کې مک براین پنځه ویکټي، سیمي سېنګ، ګیریت دیلاني او بیري مکارټي یوه - یوه ويکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې ورپسې ایرلنډ لوبډلې، د افغانستان د  ۲۸۸ منډو هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پيل کړه، خو د افغان لوبډلې هدف يې پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو ويکټو په غورځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپير یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د ایرلنډ په استازيتوب په توپوهنه کې لورکن ټکر ۸۳ ډېرې، سټرلنګ ۳۹ او کامپهر هم ۳۹ منډي ترلاسه کړې.

همداراز سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوین الحق ۳ ویکټي، راشد او مجیب هر يوه دوه ویکټي، نبی او ګلبدین نائب بيا یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه او په پايله کې يې د افغانستان په ګټه بريا خپله کړه.

election

سیالۍ کې رحمن الله ګربز خپله لومړڼۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د اېرلنډ پر وړاندې ۱۲۷ منډې وکړې او له همدې امله یې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

ټاکل شوې د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د لوبلړۍ دويمه لوبه به د جنوري پر ۲۴مه نېټه ترسره شي.

سیالۍ کې رحمن الله ګربز خپله لومړڼۍ نړيواله يوه ورځنۍ لوبه کې يې د اېرلنډ پر وړاندې ۱۲۷ منډې وکړې او له همدې امله یې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

شریک یي کړئ