Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غوره لوبغاړو پېژندګلوي په موخه د جوجیتسو سیالۍ

کابل کې د جوجیتسو غوره لوبغاړو پېژندګلوي لپاره تېره ورځ(دوشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) د ۲۵۰ لوبغاړو په ګډون سیالۍ ترسره شوې، چې غوره لوبغاړي به یې د کابل لوبډلې ته وټاکل شي.

سیالیو کې ګډون کوونکي لوبغاړي له جوجیتسو فدراسیونه غواړي چې هر وخت دا ډول سیالۍ په لاره واچوي.

لوبغاړی، مجبتی وايي:«دا سیالۍ د لوبغاړو پر کارکړنو بهرنیو لوبو کې ډېره اغېزه کوي.»

بل لوبغاړی، محمد داوود سلطاني زیاتوي:«دا سیالۍ د لوبغاړو تجربه زیاتوي، تر څو وکولی شي راتلونکو سیالیو کې ښه وځلیږي.»

د جوجیتسو بل لوبغاړ، ذکریا احمدي څرکندوي:«دا سیالۍ هر کال نه ترسره کیږي، موږ له فدرسیونه غواړو چې داسې لوبې ترسره کړي.»

دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هېواد د جوجیتسو فدراسیون مسوولین تمه لري، څو وکولی شي غوره څېرې ترې وټاکي.

د جوجیتسو فدراسیون رییس، محمدصابري وايي:«دا سیالۍ د تازه لوبډلې تازه څېرو لپاره لومړۍ کابل بیا د هېواد په کچه ترسره کیږي.»

د جوجیتسو فدراسیون  تخنیکي مرستیال، عبدالحمید مهردل په دې تړاو وايي:«دا د کابل منتخبې لوبې دي چې د ځوانانو او لویانو لپاره په لاره اچول شوې دي، لوبغاړي په نیوازا او فول کانتک جوجیتسو برخو کې سره سیالي کوي.»

د مسوولینو په خبره ټاکل شوې ده راتلونکې سیالۍ د هېواد په کچه د جوجیتسو لوبغاړو ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ دوو عمري دورې لپاره په "نیوازها" و "فول کانتکت" برخو کې ترسره کیږي

شریک یي کړئ