Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ازادو سیالیو درې لوبغاړي خپلو بهرنیو سیالانو سره لوبه لري

نصرت الله اخند زاده، عبدالعظیم بدخشي او محمد نصرت حق پرست د هېواد د ازادو سیالیو درې لوبغاړي دي چې ټاکل شوې ده د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې د بهرنیو سیالانو په وړاندې د لوبې ډګر ته ورودانګي.

له دې منځه نصرت الله اخندزاده د روسیې په اې سي اې سازمان سیالیو کې  ګډون وکړي. هغه په دغو سیالیو کې د خپل سیال په وړاندې د بشپړ چمتووالي په هکله خبر ورکړی دی.

خندزاده وویل:«په ټول کې له ښه چمتووالي برخمن یم او ژمنه کوم چې د خپل هېواد بیرغ د نړۍ ترټولو دویم ستر سازمان کې لوړ کړم.»

د دغه رزمي کار په وینا له هېواد بهر تمریناتي پنډغالي، د ننه په هېواد کې له تمریناتي پنډغالو خه غوره دي:«امکانات نشته چې موږ د تمرین لپاره داغستان، تایلند او نورو هېوادونو ته سفر وکړو؛ خو له همدغو کمو امکاناتو سره، ان شاالله ښه پایله به ترلاسه کړم.»

عبدالعظیم بدخشي هم په دې وروستیو کې په خپل فېسبوک پاڼه کې د خپلې نوې لوبې د پيل نېټې په هکله خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي دي چې د مارچ په ۱۱نېټه د بحرین په کوربتوب سیالي لري.

په همدې ترتیب د محمد نصرت حق پرست چې د یو اف سي په سازمان کې د افغانستان یوازینی استازی دی د هغه سیال هم مشخص شو. ټاکل شوې چې حق پرست د مارچ میاشتې په پای کې د سوېلي افریقا ډان مدجي په وړاندې د امریکا په لاس وګاس ښار کې د لوبې ډګر ته ودانګي. 

په همدې ترتیب د محمد نصرت حق پرست چې د یو اف سي په سازمان کې د افغانستان یوازینی استازی دی د هغه سیال هم مشخص شو.

شریک یي کړئ