Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان سوک وهونکی نن دخپل برېټانیايي سیال په وړاندې ډګر ته وردانګي

د هېواد ۲۶ کلن سوک وهونکی قیس خادمي نن شپه په لندن ښار کې د خپل برېټانیايي سیال په وړاندې د مبارزې ډګر ته به ودانګي.

خادمي په ۵۳ کیلو ګرامه وزن کې د سوک وهنې نړیوال اتل دی چې په خپله کارنامه کې اته بریاوې لري.

ټاکل شوې ده چې هغه نن شپه د خپل برېټانیايي سیال اعجاز احمد په وړاندې چې د «ای بي اف» کمربند لرونکی دی او په خپله کارنامه کې اوه بریاوې او دوه ماتې لري، سیالي وکړي.

خادمي په ۲۰۰۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره لندن ته کډوال شوی او په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د سوک وهنې حرفه يي نړۍ ته راغی:«په افغانستان کې له خپلو هېوادوالو غواړم چې ما له خپلو دعاګانو او هڅونو هېر نه کړي او د خدای په مرسته د نن شپې سیالۍ کې چې په لندن کې د خپل برېټانیايي سیال اعجاز احمد په وړاندې ده بریالی به شم.»

دا سیالي د خادمي لپاره برخلیک ټاکونکې ده. که چېرې هغه وکړای شي دغه سیالي وګټي، په نړیواله ډلبنډۍ کې د نړۍ د ۱۰۰ غوره سوک وهونکو په منځ کې به راشي او له هغې وروسته کولای شي چې د دغه سازمان (ډبلیو بي سي) د سپیو زرو د کمربند د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

د نن شپې لوبه په لسو درې دقیقه يي نوبتونو کې ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې د دغه پړاو اتل، به د اروپا د سوک وهنې نړیوال سازمان او د سوک وهنې د نړیوال فډراسیون دوه کمربندونه ترلاسه کړي.  

شریک یي کړئ