بارسلونا د سویا لوبډلې پر ړواندې د اسپانیا حذفي جام سیالیو ته صعود وکړ.
دغه دوې لوبډلې تېره شپه د یوه بل پر وړاندې شنه میدان ته ښکته شوې او بارسا درې د دوو پر وړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او وروستي پړاو ته د ننه شوه.
بارسلونا مخکنۍ لوبه دوه د صفر پر وړاندې سویا لوبډلې ته بایللې وه او دوهمه کې یې یرغلیزه لوبه وکړه، په داسې حال کې چې ۱۲مه دقیقه کې یې ګول وواهو، خو دوام کې د سویا دفاع سره مخامخ شوه او د ګول وهلو ډېر فرصتونه یې له لاسه ورکړل.
سویا په ۷۲ مه دقیقه کې د پنالتي ګوزار فرصت ترلاسه کړ، خو ترې یې په ګټه پوره نکړی شوه.
د لوبې په دوام بارسا خپل فشار زیات کړ او د لوبې په وروستیو ثانیو کې پيکه پر سر ګول اواهه.
په داسې حال کې چې سویا فراندو فرانسیسکو رګس له لاسه ورکړی و او له لوبې ویستل شوی و، له ۱۰ کسانو سره یې لوبه کوله چې بارسا دریم ګول هم ترسره کړ.
له دې سره سویا لومړۍ یا د (تګ) لوبه کې دوه ګلونو ترسره کړي و او بارسلونا دوهمې ( راتګ) کې درې ترسره کړل، په دې سره یې بریا خپله کړه.