Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازادې سیالۍ؛ حق پرست او بدخشي خپل سیالان مات کړل

نصرت حق پرست او عبدالعظیم بدخشي د هېواد د ازادو سیالیو دوه لوبغاړي دي چې حق پرست په «یو اېف سي» سازمان کې خپل مکسیکويي او بدخشي هم په «برېف» سازمان کې خپل اذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه.

د شنبې پر شپه نصرت حق پرست وتوانېد چې خپل مکسیکويي سیال رافا ګارسیا د یو اېف سي سازمان کې خپل سیال مات کړي.

حق پرست دغه لوبه د امتیاز په توپیر سره وګټله او وتوانېد چې په دغه سازمان کې خپله ۱۳ مه بریا ثبت کړي.

هغه په یو اېف سي سازمان کې په ۱۵ لوبو کې یوازې درې ماتې په کارنامه کې لري او خپل سیال یې په داسې حال کې مات کړ چې هغه په خپله کارنامه کې ۱۲ بریاوې او هېڅ ماته یې نه لرله.

حق پرست دم ګړۍ د هېواد د ازادو سیالیو یوازینی لوبغاړی دی چې د یو اېف سي په سازمان کې لوبه کوي.

بلخوا د پنجشنبې پر شپه عبدالعظیم بدخشي په بحرین کې د برېف سازمان د ۴۷ پړاو لوبو په لړ کې خپل اذاربایجاني سیال اکشین بابایف ته په لومړي پړاو کې له فني ګذار سره مات کړ او خپله ۱۲مه حرف يي بریا یې ثبت کړه.

بدخشی له دغې بریا وروسته تېره ورځ بېرته هېواد ته راستون شو او د پلویانو له لوري یې تود هرکلی وشو.

ښاغلی بدخشي په ۱۴ لوبو کې یوازې درې ماتې په کارنامه کې لري او د هغه سیال ۲۲ بریاوو او ۶ ماتو سره په دغې لوبه کې یوځل بیا د افغان لوبغاړي له خوا ماته ومنله.

شریک یي کړئ