Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د افغانستان د فوټبال اتلونلۍ درېیم لیګ

د افغانستان د فټبال اتلولۍ لیګ تېره ورځ(چهارشنبه د وري په ۴مه نېټه) په رسمي توګه کابل کې پيل شوې.

د دغه لیګ لومړۍ لوبه چې د کابل په کوربه توب ترسره شوه، په کې د خوست اتلانو کلوپ درې د یو پر وړاندې د جبل السراج لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان د فټبال اتلولۍ لیګ دوهمه برخه به د وري میاشتې په ۱۰مه نېټه د هېواد شمال او شمال ختیځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بلخ ولایت په کوربه توب پیل شي.

د هېواد د فټبال فدراسیون مسوولین وايي که د لوبې ګډون کوونکي لوبغاړي د کلب مسلکي معیارونه ترلاسه کړي، نو د کلپونو په کچه به د افغانستان لومړي استازي په توګه د اسیا جام سیالیو ته لار ومومي.

ټاکل شوې د لیګ دوهم لوبه نن د کابل په وخت څلور بجې د لغمان ځوانانو لوبډله د کابل استقلال لوبډلې سره میدان ته کې وځي.

په دغه لیګ کې د هېواد له ۶ حوزو ۱۲ لوبډلې ګډون لري او سیالۍ به کابل، هرات او مزارشریف کې ترسره شي

شریک یي کړئ