Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان قهرمانانو لیګ؛ خدیم خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال د قهرمانانو لیګ د دویم پړاو سیالیو په لړ کې، تېره ورځ (شنبې د وري ۱۴مه) د بلخ په کوربتوب په یولسمه لوبه کې د خدیم اف سي لوبډلې ۲ - ۱ خراسان فاریاب ته ماتې ورکړه.

له دغې بریا وروسته، د سرپل خدیم اف سي لوبډلې روزونکي محمد اصف یادګار وویل:«نننۍ سیالۍ زموږ لپاره ډېره برخلیک ټاکونکې وه. نن موږ وتوانېدو چې له دغو درې امتیازونو سره، د شمالي زون په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړو.»

هغه زیاته کړه:«سږکال لیګ په ډېره لوړه کچه جوړ شوی دی. دغه لیګ به د لوبغاړو وړتیاوې زیاتې کړي.»

په نننۍ لوبه کې د تخار د موج ساحل لوبډله د کندوز د جوانان واحدي لوبډلې په وړاندې لوبه کوي. 

دا به د دغو سیالیو د دویم پړاو وروستۍ لوبه وي چې په بلخ کې کېږي.

د افغانستان د فوټبال د قهرمانانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ ۱۵ ورځې مخکې د یو لړ مراسمو په لړ کې په کابل کې پيل شوې.

په دغه لیګ کې د هېواد د شږو حوزو ۱۲ لوبډأې حضور لري او په درې ولایتونو (کابل، هرات او بلخ) کې ترسره کېږي. 

شریک یي کړئ