د منیراحمد د ټکوانډو کارانو لوبډله تېره ورځ (دوشنبې د وري په ۱۶مه) په کابل کې د کوچنیانو د ټکوانډو د ازادو سیالیو اتله شوه.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ د کوچنیانو په سني ډلې او په بېلابېلو وزنونو کې، د هرات، بلخ، پروان، ننګرهار، پکتیا، کندوز، تخار ولایتونو او کابل لوبډلو د ۱۰۰ لوبغاړو له حضور سره ترسره شوې.
د ټکوانډو فډراسیون مسوولان هیله من دي چې د ماشومانو او کوچنیانو په برخه کې د سیالیو په ترسراوي سره مثبت بدلونونه راوړي او د ملي لوبډلې لپاره ښه ملاتړ ولري.
د منیراحمد ټکوانډو کارانو لوبډله له ۲۱ امتیازونو سره اتله او د کابل د ابرېشم درخشان لوبډه له ۱۱ امتیاز سره دویم مقام خپل کړ.
بلخوا په دغو سیالیو کې د منیر احمد لوبډلې روزونکی رومل جلالي غوره روزونکی، او د میهن لوبډلې لوبغاړی مسیح الله غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو بل پړاو د ځوانانو په برخه کې، په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې د هرکلي په پار ترسره شي.