Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازادو سیالیو دوو افغان لوبغاړو خپلو روسي سیالانو ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو دوو افغان لوبغاړو واحد الله نژند او سمیع الله فیضي تېره شپه (یکشنبې د وري په ۲۲مه) د ازادو سیالیو د (اې اېم سي) نړیوال سازمان د ۱۰۰ پړاو سیالیو کې چې د روسیې په مرکز مسکو کې جوړې شوې وې وتوانېدل چې خپل روسي سیالان پاویل ارډېشیو او سرګي ډېنسوف ته ماته ورکړي.

د دغو دوو لوبغاړو په درې پنځه دقیقه يي دورو کې وتوانېدل چې د امتیاز په توپیر ګټوونکي اعلان شي.

واحد الله نژند په ۷۵ کیلو ګرامه وزن او په خپله کارنامه کې له پنځو بریا او یوې ماتې سره ډګر ته ودانګل او خپل روسی سیال پاویل ارډېشیو چې هغه هم په خپله کارنامه کې پنځه بریاوې او یوه ماته لرله، مات کړي.

دا د نژند لومړنۍ بهرنۍ لوبه وه چې د روسیې په نړیوال سازمان کې ترسره شوه.

هغه په وروستي ځل په کابل کې د «اس اېل، اېف سي» سازمان (شب نبرد) سیالیو کې د ذکي رسولي په وړاندې له خپل کمربند څخه دفاع وکړه.

ورته مهال د اې سي اېم نړیوال سازمان په بله لوبه کې فیضي چې په خپله کارنامه کې پنځه بریاوې او دوه ماتې لري، وتوانېد چې له درې پنځه دقیقه يي دورو (رونډ) وروسته خپل روسي سیال سرګي ډېنسوف چې په خپله کارنامه کې اوه بریاوې او دوه ماتې لرلې مات کړي. 

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د اپرېل په لسمه نېټه د څه باندې ۱۰ زره ننداره چیانو له حضور سره جوړې شي، خو د کورونا ویروس د خپرېدو له امله، د روسیې د عامې روغتیا وزارت د سیالیو له پیل یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې دغه لوبې باید له ننداره چیانو پرته ترسره شي چې د کورونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وشي.

د «افغانستان زموږ کور» خیریه بنسټ رییس درمل لاهو د روان زیږدیز کال د فېرورۍ په دویمه، د اې اېم سي له نړیوال سازمان سره دایمي تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون پربنسټ، د روان زیږدیز کال تر پایه به د افغانستان شپږ لوبغاړي د دغه سازمان په سیالیو کې چې په «فایټ نایټ» مشهور دي ګډون وکړي.   
 
د روان زیږدیز کال تر پایه به د افغانستان شپږ لوبغاړي د دغه سازمان په سیالیو کې چې په «فایټ نایټ» مشهور دي ګډون وکړي.

شریک یي کړئ