د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي راشدخان ارمان، محمدنبي او مجیب الرحمان چې د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې د حیدراباد په سنرایزرز لوبډلې کې لوبېږي، پرون یې د چننای سوپر کېنګز په وړاندې لوبې ته چې نن ترسره کېږي چمتووالی نیولی.
دغو درېیو لوبغاړو تېره ورځ د سنرایزرز لوبډلې سره یوځای تمرین وکړ.
دغه لوبه به نن د افغانستان په وخت ۰۵:۳۰ بجې پیل شي.
مجیب الرحمان په ۲۰۲۱ کال کې دغې لوبډلې سره یوځای شو، هغه له دې وړاندې په دغه لیګ کې د کېنگز ایلون پنجاب په لوبډلې کې لوبه ترسره کړې.
خو راشد او نبي له ۲۰۱۷ کال راهیسې سنرایزرز لوبډلې لپاره لوبېږي.
سږکال راشدخان سنرایزرز لوبډلې لپاره پنځه لوبې ترسره کړي او توانېدلی، چې شپږ وېکټې ترلاسه کړي او ډېرې کمې منډې ورکړي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور لهمخې، په ننۍ لوبه کې د چننای سوپر کینګز توپوهونکي د راشدخان له توپاچونې به اندېښمن وي.
نبي او مجیب یوازې یوه یوه لوبه دغې لوبډلې لپاره کړې ده، او هر یو توانیدلی؛ چې د خپلې لوبډلې لپاره دوه وېکټې ترلاسه کړي.
سنرایزرز د دغه لیګ په دې پړاو کې په څلورو سیالیو کې ماتې خوړلې او یوازې یوه سیالي یې ګټلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې چنای سوپر کېنگز د څلورو لوبو په ګټلو او یوې لوبې په بایللو د دغو سیالیو په نوملړ کې دویم ځای لري.