Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د قهرمانانو لیګ د ملي لوبو په پار وځنډېد

د هېواد د فوټبال فډراسیون نن دوشنبې (د غوايي په ۲۷مه) اعلان کړ چې د افغانستان د قهرمانانو فوټبال لیګ دویم پړاو، د نړیوال جام او د اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو کې د هېواد د ملي لوبډلې د سیالیو په پار ځنډول شوی دی.

د دغه فډراسیون په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د دغو سیالیو دویم پړاو، د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د هېواد د ملي لوبډلې حساسو او مهمو لوبو ته د فوټبال فډراسیون د هراړخیزې پاملرنې په پار ځنډول شوی دی.» 

د دغه فډراسیون په وینا، د قهرمانانو لیګ دویم پړاو او پاتې ۴۸ لوبې به د کابل په کوربتوب، د هېواد له شپږو حوزو د ۱۲ کلپي لوبډلو له حضور سره د غبرګولي په ۳۰ مه به پيل شي.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ تېره ورځ پيل شوې وای.

ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله تر راتلوونکو درې ورځو په تمریناتي پنډغالي او د اندونیزیا او سنګاپور لوبډلو په وړاندې د دوو تدارکاتي لوبو لپاره اماراتو ته سفر وکړي.

تر راتلوونکو دوو اوونیو به، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله قطر ته سفر وکړي چې د نړیوال جام او اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې د روان کال د جون په درېیمه نېټه د بنګه دېش په وړاندې لوبه وکړي.

د هېواد ملي لوبډله همدارنګه د عمان او هند ملي لوبډلو په وړاندې به هم سیالي وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله تر راتلوونکو درې ورځو په تمریناتي پنډغالي کې او د اندونیزیا او سنګاپور لوبډلو په وړاندې د دوو تدارکاتي لوبو لپاره اماراتو ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ