Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټبال ۲۰۳۰ نړۍوال جام کوربه‌توب ته د اسپانیا او پرتګال ګډې هڅې

د اسپانیا او پرتګال د فوټبال فډراسیونونو پرو جمعه هغه سند لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې له فیفا، د فوټبال د ۲۰۳۰ کال نړۍوال جام د ګډ کوربه‌توب غوښتنه کوي.

دا سند، د اسپانیا د پادشاه شپږم فلیپ او د پرتګال د ولسمشر ده‌سوزا په حضور کې او د دواړو هېوادونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ تر دوستانه لوبې څو دقیقې وړاندې لاسلیک شو.

دا دوستانه سیالي چې د اسپانیا د مادرید ښار په مټروپولیټانو لوبغالي کې ترسره شوه، شاوخوا ۱۵ زره نندارچیان ورغلي وو.

د کورونا له کبله تر بندیز وروسته، دا په تېر یو نیم کال کې لومړنۍ لوبه وه، چې په دومره شمېر کې نندارچیان یې لیدلو ته ورټول شوي وو.

د لوبې یوه نندارچي او د اسپانیا د فوټبال لوبډلې پلوي التور ویلي: «موږ خورا خوښ یوو او په پوره علاقه د لوبې لیدو ته په تمه یوو.»

یوه بل نندارچي ویلي: «له ډېر انتظار وروسته راغلي یوو. موږ د نړۍ د تېلو له پلازمېنې دلته راغلي یوو چې لوبه وګورو.»

د مادرید په مټروپولیټانو لوبغالي کې ۶۸ زره کسان ځایېدای شي، خو اېله ۱۵ زرو کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه او لوبغالي ته تر ننوتلو وړاندې د ټولو نندارچیانو تبه هم کتل شوې وه.

اسپانیا چې ۲۰۱۰ کال کې یې د فوټبال نړۍوال جام ګټلی، په ۱۹۸۲ کال کې یې د نړۍوال جام کوربه توب هم کړی وو. په ۲۰۱۸ کال کې یې پرتګال سره په ګډه د جام د کوربه‌توب غوښتنه کړې وه، خو منل شوې نه وه او بیا په روسیه کې د هغه کال لوبې شوې وې.

پرتګال تراوسه د فوټبال د نړۍوال جام کوربه‌توب نه‌دی کړی، خو په ۲۰۰۴ کال کې یې د اروپا د اتلانو جام د سیالیو کوربه‌توب کړی او پای لوبه کې ترې یونان سیالي ګټلې وه.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه وو، چې ارجنټاین، چیلي، پاراګواي او یوراګواي هم غواړي، چې د فوټبال د ۲۰۳۰ کال د نړۍوال جام ګډ کوربه‌توب وکړي او فیفا ته یې خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام کې به د ګډونوالو لوبډلو شمېر له ۳۲ نه ۴۸ ته پورته شي او کوربه‌توب به یې کاناډا، مکسیکو او امریکا په ګډه کوي.

د فوټبال راروان نړۍوال جام په ۲۰۲۲ کال کې دی، چې په قطر کې به ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه