Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هندبال ښځينه لوبغاړو د غوراوي سیالیو څلورم پړاو پيل

د هندبال ښځينه لوبغاړو د غوراوي سیالۍ نن شنبې (د غبرګولي په ۱۵مه) د پلازمنېې کابل په کوربتوب پيل شوې.

په دغو پنځه ورځنیو سیالیو کې د هېواد له شپږو ولایتونو ۸۰ ښځينه لوبغاړو ګډون کړی دی او د دغو سیالیو په پای کې به غوره څېرې ملي لوبډلې ته غوره کړل شي.

د هندبال فډراسیون چارواکي وايي چې دغه سیالۍ په هېواد کې د کورونا ویروس د زیاتوالي له امله د تېرو کلونو پرتله متفاوتې او د پرانستې له مراسمو پرته پيل شوې.

د هندبال فډراسیون منشي عناب بارز وايي:«د هندبال د ښځينه لوبغاړو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو څلورم پړاو پيل شو چې د غبرګولي له پنځلسمې نېټې د دغې میاشتې تر شلمې نېټې به دوام وکړي. او دا سیالۍ د کابل په ګډون د شپږو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي چې دا ځل موږ یو نوی ولایت یعنې د دایکندي لوبډله هم لرو.»

په دغو سیالیو کې ښځينه لوبغاړې په بېلابېلو عمري ډلو لکه تنکي ځوانان، ځوانان او لویانو ډلو کې حضور لري او د دا راز سیالیو ترسراوی د ملي لوبډلو سیالیو د غوره چمتووالي لپاره، چې ټاکل شوې ده له دغو سیالیو وروسته ترسره شي اعېزناکې ګڼي.  

د بامیان لوبغاړې شریفه مهوش وايي:«دغه سیالۍ یوازې د دې لپاره چې د ښځینه لوبغاړو د پرمختګ لپاره لکه څرنګه چې ښاغلي لوبه کوي، همدارنګه نجونې او مېرمنې هم له هغوی سره اوږه په اوږه سپورټ وکړي.»

د هرات لوبغاړې ثریا کریمي هم وویل:«که چېرې د دې امکان وي چې په ولایتونو کې هم تجهیزات او اسانتیاوې وي چې موږ وکړای شو په هرات او نورو ولایتونو دا ډول سیالۍ جوړې کړو.»

د بامیان د فډراسیون مرستیاله زینب رضايي څرګندوي:«دغه سیالۍ چې دلته ترسره کېږي، موږ ته ډېرې ګټورې دي؛ ځکه چې هغه تمرینونه چې موږ هلته کړي دي او دلته راځو په سیالیو کې ګډون کوو، له هغې ډېر څخه زده کوو. او هڅه مو دا ده کله چې خپل ولایت ته ولاړو نورو ته هم دا ولېږدوو.»

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په پای کې ۲۸ غوره څېرې د ملي لوبډلې لپاره غوره کړل شي.

په دغو سیالیو کې د کابل، هرات، بامیان، بلخ، سرپل او دایکندي ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه