Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمان سره سیالۍ ته د افغانستان فوټبال ملي‌لوبډلې چمتووالی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله وایي، چې په دوحه کې، عمان  لوبډلې سره د نن شپې ترسره کېدونکې سیالۍ ته چمتو ده.

د افغان لوبډلې روزونکي انوش دستګیر، نن (جمعه د غبرګولي په ۲۲ مه نېټه) په قطر کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې افغان لوبغاړي عمان سره سیالۍ ته بشپړ چمتو دي.

ټاکل شوې، چې افغان لوبډله به نن شپه د افغانستان پر وخت ۹ بجې او ۴۰ دقیقې له عمان لوبډلې سره مخامخ شي او په دې موخه چې د ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې له روزونکي سره، لوبډلمشر فرشاد نور هم په خبري غونډه کې وو او ویې ویل چې لوبغاړي سیالۍ ته چمتو دي.

د افغان لوبډلې روزونکي وویل، که څه هم د عمان لوبډله یوه قوي لوبډله ده، خو افغان لوبغاړي به د بري په نیت د لوبې ډګر ته وځي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر ویلي:«موږ د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره د لوبې ډګر ته وځو. ښه تیاری لرو او نن شپه یوه قوي سیال سره مخامخېږو. د سیالۍ په شرایطو هم ښه خبر یوو. هم موږ او هم عمان د بریا په فکر د لوبې ډګر ته ځو او دا به نندارچیانو ته یوه زړه پورې لوبه وي.»

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور ویلي:«د افغانستان خلکو ته زما پیغام دادی، چې پر موږ باور ولري. هغسې چې روزونکي وویل، زموږ سیال قوی دی، هغوی قطر سره لوبه کې وښوده، چې څومره قوي دي.»

نور زیاته کړه:«له بنګله‌دېش سره زموږ لوبه مساوي شوه، نو موږ راضي نه یوو اوس غواړو خلکو ته ووایو چې موږ د ښې نتیجې په لټه کې یوو.»

افغان لوبډلې تېره شپه، په دوحه کې د نن شپې لوبې لپاره وروستی تمرین هم کړی دی.

افغان لوبغاړي وایي، د ښې لوبې لپاره به خپله ټوله خواري وکړي.

د ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته، د لار موندنې لوبو کې، افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه له بنګله‌دېش لوبډلې سره وکړه، چې یو د یو پر وړاندې پایلې سره مساوي شوې وه.

ټاکل شوې افغان لوبډله به د غبرګولي میاشتې په ۲۵ مه نېټه، هند سره لوبه کړې، چې موخه یې د قطر ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لار موندنه ده.

ټاکل شوې د افغان لوبډله به د غبرګولي میاشتې په ۲۵ مه نېټه، هند سره لوبه کړې، چې موخه یې د قطر ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لار موندنه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه