Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فوټبال: افغانستان نن له هند سره مخامخېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن (سه‌شنبه د غبرګولي په ۲۵ مه) په قطر کې، خپل ګروپ کې وروستۍ لوبه له هند سره وکړي.

د افغانستان او هند لوبډلو دا سیالي د فوټبال ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنو لوبو په اډانه کې ده.

دا سیالي به نن مازېګر ناوخته، د افغانستان په وخت ۶ نیمې بجې پر لمر ټلوېزیون خپره شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر ویلي:«د نن شپې لوبه مهمه ده او زموږ لوبډله ښه چمتو ده.»

ښاغلي دستګیر ویلي:«ما په لومړۍ ورځ وویل، زموږ وروستۍ لوبه چې هند سره به وي، مهمه ده.»

نوموړي زیاته کړې:«موږ لوبې ته په تمه یوو، پوره تیاری شته. دواړه لوبډلې غواړي لوبه وکړي.»

د افغان لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور ویلي:«وبه ګورو چې کومه لوبډله یې ګټي. دواړه لوبډلې غواړي چې لوبه وګټي. خو زموږ د لوبډلې وړتیا لوړه ده.»

نور وویل:«عمان سره تر لوبې وروسته موږ تمرین کړی او چمتو یوو.»

د تېرې جمعې په ورځ، عمان افغانستان ته ۲ د ۱ په وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.

په دې روانو سیالیو کې افغان لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړې، عمان ته یې بایللې او هند سره د نننۍ لوبې نتیجه به یې وروسته معلومه شي.

شریک یي کړئ