Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان لوبغاړي د توکیو۲۰۲۰ اولمپیک کې د حضور لپاره جاپان ته ولاړل

د ملي اولمپیک کمېټې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه) اعلان کړ چې کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزايي د توکیو ۲۰۲۰ اولمپيک سیالیو کې د حضور لپاره جاپان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده چې کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزايي د ۱۰۰ مټره په واټن د منډې په برخه کې له دوه روزونکو سره د توکیو په سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه دوه لوبغاړي د اولمپیک سیالیو تر پیله به د جاپان په فوکوشیماي ښار کې په یوه تمریني پنډغالي کې د ۱۵ ورځو لپاره قرنطین وي.

دغو دوو لوبغاړو د کورونا ویروس دویم دوز واکسین هم لګولی دی.

افغانستان د جاپان اولمپیک سیالیو کې د منډې، نښې ویشتلو، لامبو او ټکوانډو کې پنځه استازي لري.

د هېواد درې نور لوبغاړي هم د روان کال د جولای تر اولسمې نېټې به جاپان ته ولاړ شي.

فهیم انوري د لامبو په برخه کې، مهدي یاوري د نښې ویشتلو په برخه کې، او فرزاد منصوري د تکوانډو په برخو کې د افغانستان په استازیتوب، د توکیو ۲۰۲۰ اولمپيک سیالیو کې به حضور پیدا کړي.

مهدي یاوري چې په سویس کې ژوند کوي د دغو سیالیو لپاره د چمتوالي په حال کې دی.

ټاکل شوې ده چې د «د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیک سیالۍ» د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له یو کال ځنډ وروسته د روان کال د جولای په ۲۳مه په جاپان کې پيل شي. 

شریک یي کړئ