Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد لوبغاړي د اولمپيک لوبو کې د حضور لپاره جاپان ته ولاړل

د هېواد د ملي اولمپیک نن (یکشنبې د چنګاښ په ۲۷مه) اعلان کړی دی چې د لامبو، اتلتیک او ټکوانډو څانګو څلور لوبغاړي د توکیو اولمپیک سیالیو کې د حضور لپاره جاپان ته ولاړل.

دغه لوبغاړي په دغو مهمو سیالیو کې د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره له چمتووالي خبر ورکوي.

د توکیو اولمپیک سیالۍ تر راتلوونکو شپږو ورځو د نړۍ د ۱۹۵ هېوادونو د لوبغاړو له حضور سره د ۱۶ ورځو لپاره د روان کال د زمري له لومړنۍ نېټې په توکیو کې پیلېږي.

له افغانستانه پنځو لوبغاړو په څلورو سپورټي برخو کې به حضور پيدا کړي.

دم کړۍ فهیم انوري د لامبو په برخه کې، کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزی په اتلتیک او فرزاد منصوري هم د ټکوانډو په برخه کې په جاپان کې حضور لري.

د اتلیتک ملي لوبغاړې کیمیا یوسفي وايي:«غواړم چې د افغانستان لپاره لومړنۍ ښځينه لوبغاړې واوسم چې د اولمپیک په سیالیو کې ویاړ رامنځته کړم.» 

د اتلیتک لوبډلې غړي شاه محمود نورزي هم څرګندوي:«د توکیو جاپان په ۲۰۲۰ اولمپیک سیالیو کې د خپل هېواد د درې رنګه بیرغ د پورته کولو لپاره هر څه چې په وس کې ولرم ترسره کوم یې.»

د لامبو لوبډلې غړی فهیم انوري هم وايي:«د اولمپیک سیالیو لپاره په روسیه کې شپږ میاشتې له ستړي کېدونکي تمریناتو وروسته، بالاخره توکیو ته ورسېدو، زه او د افغانستان ټول لوبغاړي وکړای شو د اولمپیک په لوبو کې ځواکمن حضور ولرو او له تاسو او له خپل هېواده ښه استازیتوب وکړو.»

د هېواد د ټکوانډو لوبغاړی فرزاد منصوري هم څرګندوي:«له نېکه مرغه د اولمپیک سیالیو ته چې د جاپان په هېواد کې جوړېږي، هیله لرم چې د افغانستان خلک موږ ته دعا وکړي چې وکړای شو له دغو سترو سیالیو، مډال ترلاسه کړو.»

هغه زیاتوي:«زه د دغو سیالیو لپاره درې کاله زحمت کاږم او چمتووالی مې نیولی دی.»

ورته مهال ملي کمېټې اعلان کوي چې نښه ویشتوونکی لوبغاړی مهدي یاوري هم تر راتلوونکو څو ورځو به توکیو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیستې تراوسه، د اولمپيک لوبو د کارکوونکو په منځ کې د اولمپیک د لوبغاړو په کلي کې هغه ځای چې په هغه کې د اولمپيک ۱۸ زره لوبغاړي او کارکوونکي حضور لري د کورونا درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

قراراست تا شش روز دیگر رقابت‌های المپیک ۲۰۲۰ جاپان با حضور بیش از ۱۱ هزار ورزشکار از جهان، آغاز شوند.

شریک یي کړئ