Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کيدای شي‌ مِسي له پاریسن‌جرمن لوبډلې سره یوځای شي

د فرانسوي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، پاریسن‌جرمن فوټبال لوبډلې، ارجنټایني فوټبال ستوري لیونل مِسي ته وړاندیز کړی، چې درې کلن قرارداد دې ورسره وکړي او د هر کال په حساب به ۴۰ میلیونه یورو تنخوا ورکوي.

وروسته تر دې چې بارسلونا لوبډلې له مِسي سره قرارداد و نه غځاوه، ټوله نړۍ کې د فوټبال مینه‌وال غوږ په اواز وو، چې دا ارجنټاینی لوبغاړی به کومې لوبډلې سره یوځای کېږي؟ اوس نورپاریسن‌جرمن لوبډله رامخې ته شوې او مِسي ته یې وړاندیز کړی.

له کومې شېبې چې د بارسلونا لوبډلې مشر خوان لاپورټا وویل، چې نور مِسي ته تنخوا نه‌شي ورکولی، د پاریسن‌جرمن لوبډلې نوم د ډېرو په ژبه و، چې کېدای شي دا ۳۴ کلن لوبغاړی له همدې (پاریسن‌جرمن) لوبډلې سره یوځای شي.

د سکاي سپورټ ټلوېزیون یوه شنوونکي فابریټزیو ویلي، پاریسن‌جرمن یوازینۍ لوبډله ده، چې تراوسه یې مِسي ته په مستقیمه توګه او پرته له واسطې وړاندیز کړی.

له دې سره څو نورو سرچینو هم ویلي، چې له پاریسن‌جرمن لوبډلې سره د مِسي د قرارداد موضوع وروستۍ ده.

بل‌خوا د فرانسې اکېپ اخبار هم لیکلي، چې مِسي سره د دوو کالو قرارداد کېږي او کېدای شي بیا درېیم کال ته هم وغځېږي.

شریک یي کړئ