د سوکوهنې لوبې افغان لوبغاړی شکران پرواني وایي، ټاکل شوې راتلونکې میاشت اکتوبر کې یو وار بیا خپل نامیبیایي سره سیالي وکړي.
پروانی چې وړاندې یې خپل همدې سیال سره لوبه بایللې وایي، ډېره هڅه کوي چې دا وار ګټونکی شي.
د سوکوهنې دا نوموتی افغان لوبغاړی وایي، چې خپل قوي سیال سره سیالۍ ته په چمتو کېدو دی او د وزن پورته کولو یوه مخکښ نړۍوال لوبغاړي سره تمرین کوي.
شکران پرواني ویلي:"مخکینۍ لوبه چې مې وبایلله، هېوادوالو وهڅولم او دا ځل هڅه کوم چې بریالی شم، چې هېواد ته ویاړ وګټم."
ټوله نړۍ کې د سوکوهنې ۹۵۲ لوبغاړي فعال دي، چې شکران پهکې ۱۲۳ م ځای کې دی خو سیال یې ویکاپیتا په ۷۹ م ځای کې دی.
د نړۍ په کچه د وزن پورته کولو برخه کې اتل لوبغاړی انتوني جوشوا چې شکران سره تمرین کوي، وايي چې پرواني به دا ځل له خپل سیال غچ واخلي.
په دې اړه مو اندونه