د کرېکټ بورډ مشر د یکشنبې په ورځ د دغه بورډ د اوو نویو غړو نوملړ اعلان کړ.
د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وویل چې د عالي بورډ درې نور غي به هم ډېر ژر معرفي شي.
فضلي خبریالانو ته وویل چې دغه غړي د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملاحسن اخند له خوا د یوه فرمان پر بنسټ ګومارل شوي دي.
ښاغلي فضلي زیاتوي:«د عالي بورډ غړي سید جلال کریم، حاجي محبوب، عبیدالله صدري خېل، عبدالرحمان الکوزی، حاجي نعمت الله او عزیزالله فضلي د عالي بورډ اوه غړي دی چې رسماً حکم یې لاسلیک شوی دی.»
هغه وویل چې د بورډ پخواني غړي نور له دوی سره غړیتوب نه لري.
ښاغلي فضلي همدارنګه د تخنیکي او اجرايي کمېټو د کار له پیله خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې ټاکل شوې ده ډېر ژر د عالي بورډ لومړنۍ غونډه جوړه او د دغې ادارې د اجرايي رییس د کار په هکله بحث وکړي.
نوموړي څرګنده کړه:«موږ ډېر ژر د کرېکټ عالي بورډ له غړو سره یوه غونډه لرو چې په هغه کې د اجرايي رییس د کار په هکله به بحث وشي.»
د کرېکټ بورډ رییس د شل اوریزه نړۍوالو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې له چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې ټاکل شوې ده د کرېکټ ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
په دې اړه مو اندونه