Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړی لندن کې سیالۍ ته په چمتو کېدو دی

د ځغاستې افغان لوبغاړی ولي‌محمد نوري چې لس کاله وړاندې په هلمند کې چاودنه کې نابینا شوی، اوس د ځغاستې یو وتلی افغان لوبغاړی دی چې په کور دننه او بهر ګڼو سیالیو کې ګډون سره یې هېواد ته ویاړ ګټلی.

په په پام کې ده چې ولي‌محمد نوري به د روانې اکتوبر میاشتې په لسمه، لندن کې د هغو ځغاستونکو سیالۍ کې ګډون وکړي چې بینا دي.

په دې سیالۍ کې به نوري او نور لوبغاړي ۲۱ کیلومټره واټن کې ځغاسته کوي.

ولي‌محمد نوري چې اوس دغې سیالۍ ته چمتووالی نیسي، وایي د تېرې یوې میاشتې راهیسې یو بهرنی روزونکی ورسره تمرین کوي.

ولي‌محمد نوري ویلي:"د اکتوبر په ۱۰ مه سیالۍ کې ګډون کوم او هیله‌من یم چې افغانستان ته به ویاړ وګټم."

د نوري روزونکي جیک ویلي:"په لندن کې سیالۍ ته چمتووالي لپاره زموږ تمرینونه روان دي. زه هیله لرم چې دې سیالۍ کې به ښه نتیجه ولرو."

ولي‌محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی دی چې په دې سیالۍ کې ګډون کوي.

د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړی ولي‌محمد نوري چې وړاندې یې هم افغانستان ته ویاړ ګټلی، په پام کې ده چې یو وار بیا د سیالۍ ډګر ته کېوزي.

Thumbnail

د ځغاستې افغان لوبغاړی ولي‌محمد نوري چې لس کاله وړاندې په هلمند کې چاودنه کې نابینا شوی، اوس د ځغاستې یو وتلی افغان لوبغاړی دی چې په کور دننه او بهر ګڼو سیالیو کې ګډون سره یې هېواد ته ویاړ ګټلی.

په په پام کې ده چې ولي‌محمد نوري به د روانې اکتوبر میاشتې په لسمه، لندن کې د هغو ځغاستونکو سیالۍ کې ګډون وکړي چې بینا دي.

په دې سیالۍ کې به نوري او نور لوبغاړي ۲۱ کیلومټره واټن کې ځغاسته کوي.

ولي‌محمد نوري چې اوس دغې سیالۍ ته چمتووالی نیسي، وایي د تېرې یوې میاشتې راهیسې یو بهرنی روزونکی ورسره تمرین کوي.

ولي‌محمد نوري ویلي:"د اکتوبر په ۱۰ مه سیالۍ کې ګډون کوم او هیله‌من یم چې افغانستان ته به ویاړ وګټم."

د نوري روزونکي جیک ویلي:"په لندن کې سیالۍ ته چمتووالي لپاره زموږ تمرینونه روان دي. زه هیله لرم چې دې سیالۍ کې به ښه نتیجه ولرو."

ولي‌محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی دی چې په دې سیالۍ کې ګډون کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه