Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ نړۍوال جام کې افغان لوبډله بل سبا سکاټلنډ سره مخامخېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بل سبا (دوشنبه د لړم په درېیمه نېټه چې د اکتوبر ۲۵ مه نېټه کېږي) په متحده عربي اماراتو کې، د خپل ګروپ لومړۍ لوبډلې سره سیالي کوي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ، افغان کرېکټ ملي لوبډله د روان نړۍوال ۲۰ اوریز جام دویم ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه بل سبا له سکاټلنډ لوبډلې سره کوي، چې په متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي.

افغانستان د کرېکټ نړۍوال ۲۰ اوریز جام په دویم ګروپ کې دی، چې سکاټلنډ سره تر لوبې وروسته د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹ مه نېټه، د پاکستان کرېکټ لوبډلې سره مخامخېږي چې دا لوبه به یې په دوبۍ کې وي.

د افغان لوبډلې درېیمه لوبه د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه، له نیمبیا لوبډلې سره ده – څلورمه لوبه یې د نومبر په درېیمه نېټه له هند سره ده او پینځمه لوبه به یې د نومبر په ۷ مه نېټه له نیوزیلنډ لوبډلې سره وي.

د نړۍوال جام د دواړو ګروپونو ګټونکې لوبډلې به، د جام نیمه پای لوبې ته لار ومومي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د افغان لوبډلې د تمرینونو عکسونه خپاره کړي، چې ښيي افغان لوبډله راتلونکو سیالیو ته په چمتو کېدو ده.

د نړۍوال جام په تمریني لوبو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا او ویسټ‌انډیز لوبډلو سره لوبې وکړې، چې له ویسټ‌انډیز نه یې وګټله او سویلي افریقا ترې وګټله.

د کرېکټ روان نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې مشري محمد نبي عیسی خېل کوي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ، افغان کرېکټ ملي لوبډله د روان نړۍوال ۲۰ اوریز جام دویم ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه، بل سبا له سکاټلنډ لوبډلې سره کوي.

شریک یي کړئ