Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اصغر افغان د کرېکټ له ملي لوبډلې استعفا وکړه

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په خپل فېسبوک پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره له ملي لوبډلې خپله استعفا اعلان کړه، او څرګنده یې کړه چې د نېمیبیا په وړاندې لوبه به یې وروستۍ هغه وي.

د کرېکټ شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان له ماتې وروسته، پر کریم جنت او اصغر افغان ډېرې نیوکې وشوې او د ملي لوبډلې پلویانو د پاکستان په وړاندې د ماتي اصلي عاملان دوی وګڼل.

اصفر افغان چې د افغانستان د کرېکټ ۱۶ کلن غړیتوب په کارنامه کې لري، همدارنګه څلور کاله یې د دغې لوبډلې، لوبډلمشري هم کړې ده.

اصفر ۳۳ کلن دی او په توپوهنه کې په منځنۍ برخه کې لوبېږي.

هغه په ۲۰۱۰ زیږیز کال کې د افغانستان په لومړنۍ نړۍواله شل اورزیزه سیالۍ کې د لوبې ډګر ته ور ودانګل.

هغه لومړنۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې د سکاټلنډ په وړاندې او لومړنۍ شل اوریزه سیالۍ یې د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې د ایرلنډ په وړاندې ترسره کړه.

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې خپله لومړنۍ تسټ لوبه د ایرلنډ په وړاندې ترسره کړه.

د هېواد د کرېکټ پخواني لوبډلمشر له ۲۰۱۰ کاله تر ۲۰۲۱ کاله د افغانستان لپاره ۷۴ شل اوریزې لوبې وکړې چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۳۵۱ منډې جوړې کړې دي.

په یو ورځنیو سیالیو کې له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۲۱ کاله ۱۱۴ لوبې ترسره کړې دي چې توانېدلی دی ۲۴۲۴ منډې په خپل نامه ثبت کړي.

اصغر افغان د ۲۰۱۵ کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۹ کال تر فبرورۍ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر وو چې د نړۍ د ډېرو ګټوونکو لوبډلمشرانو په ډلبندۍ کې لومړی مقام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه