د هېواد د ټکوانډو لوبغاړي مرتضی صالح د پاکستان د جي -۱ ټکوانډو نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
په دغو سیالیو کې غلام مرتضی خپل څلور سیالان له پاکستان، یو له آلبانیا او همدارنګه د خپل مصري سیال پر ماتولو بریالی او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
صالح په خپله دویمه لوبه کې په پښه کې د شدید ټپ او همدارنګه د لاس د ګوتې له ماتې وروسته، د دغه مډال د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.
د پاکستان د جي -۱ ټکوانډو نړۍوالې سیالۍ د نړۍ د ۱۵ هېوادونو د ۴۲۲ ټکواندو کارانو په ګډون سره په اسلام اباد ښار کې جوړې شوې.
په دې اړه مو اندونه