Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امن جام سیالیو کې نن سمیرغ البرز او طوفان هریردود بریا خپله کړه

په کابل کې د امن جام سیالیو په دوام نن د سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو او د طوفان هریرود او د میوند اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه.

په لومړۍ لوبه کې، د طوفان هریرود او د میوند اتلانو سره لوبغالي ته وردانګل. دغه لوبه ۲-۱ پایلې سره د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.

دویمه لوبه نن له غرمې وروسته د سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ وشوه او دغه لوبه د ۲-۰ له پایلې سره د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.

ورته مهال، د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې سبا به د امن جام سیالۍ په چوکاټ کې دوه لوبې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې سبا د طوفان هریرود لوبډله د شاهین اسمايي او د سیمرغ البرز لوبډله د عقابان هندوکش په وړاندې سره سیالي وکړي.

په دغو لوبو کې سیمرغ البرز د اباسین څپې او طوفان هریرود د میوند اتلانو ته ماتې ورکړه.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د امن جام سیالیو په دوام نن د سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو او د طوفان هریرود او د میوند اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه.

په لومړۍ لوبه کې، د طوفان هریرود او د میوند اتلانو سره لوبغالي ته وردانګل. دغه لوبه ۲-۱ پایلې سره د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.

دویمه لوبه نن له غرمې وروسته د سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ وشوه او دغه لوبه د ۲-۰ له پایلې سره د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.

ورته مهال، د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې سبا به د امن جام سیالۍ په چوکاټ کې دوه لوبې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې سبا د طوفان هریرود لوبډله د شاهین اسمايي او د سیمرغ البرز لوبډله د عقابان هندوکش په وړاندې سره سیالي وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه