Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکرېکټ نړۍوالې شورا د افغانستان کرېکټ د څېړنې لپاره پلاوی وګوماره

د کرېکټ د نړۍوالې شورا غړو تېره شپه د افغانستان د کرېکټ په هکله ځينې نوې پرېکړې وکړئ.

دغې شورا د افغانستان په کرېکټ بورډ کې سیاسي مداخله غیرقانوني ګڼي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې د افغانستان د کرېکټ بورډ رییس باید د کرېکټ د قانون او اساسنامې پر بنسټ وګومارل شي او له هغې پرته د دغې شورا په هېڅ غونډه کې به ګډون نه کړای شي.

دغې شورا همدارنګه د دغې شورا له غړو یوه جوړه ډله د افغانستان د کرېکټ راتلوونکي د څېړنې لپاره ګومارلی دی.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا رییس ګرېګ بارکلي وايي:«دا پرېکړې موږ د کرېکټ د مشرتابه په چارو کې د لاسوهنې په پار کړې دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرېکټ بورډ د هغه شاهد وو.» 

د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی سرپرست میرویس اشرف او د دغه بورډ اجرايي رییس هم په دغې غونډه کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللي دي، خو په دغې غونډه کې د هېواد د کرېکټ بورډ د دغو دوو چارواکو ګډون تراوسه تایید شوی نه دی.

د کرېکټ د چارو کارپوه بادام ګل احمدزی په دې هکله وايي:«دمګړۍ د افغانستان د کرېکټ په هکله یوه څلور کسیزه کمېټه جوړه شوې ده، د پاکستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس رمیز رجا، هم په هغه کې شامل دی. هغوی به د افغانستان کرېکټ وڅېړي چې ایا د افغانستان په کرېکټ کې سیاسي لاسوهنه شته که نه. خو د دې په هیله چې دغه کمېټه د افغانستان د کرېکټ په هکله یو ښه رپوټ چمتو کړي.»

ویل کېږي چې د میرویس اشرف سربېره د افغانستان د کرېکټ بورډ لېرې کړل شوي رییس عزیزالله فضلي هم د کرېکټ له نړۍوالو غړو سره اړیکه نیولې ده او ځان یې قانوني او برحاله رییس معرفي کړی دی.

ومو غوښتل په دې هکله د افغانستان کرېکټ بورډ نظر هم ترلاسه کړو؛ خو له ځلونو  اړیکو نیولو سره په دې چاره بریالي نه شو. 

د کرېکټ نړۍوالې شورا د دغې شورا له غړو یوه جوړه ډله د افغانستان د کرېکټ راتلوونکي د څېړنې لپاره ګومارلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه