Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د مېز پر مخ د ټېنس غوراوي سیالۍ پایته ورسېدې

د کابل د متخبې لوبډلې لپاره د مېز پر مخ د ټېنس غوراوي سیالۍ د اوو کلپونو د ۴۰ لوبغاړو له ګډون سره د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو وروستی پړاو د ملي اولمپيک او بدني روزنې د چارواکو له حضور سره نن له غرمې وروسته د سرې میاشتې په کوربتوب ترسره شوې.

د مېر پر مخ د ټېنس یا پینګ پانګ فډراسیون سرپرست جاوېد شرفي وايي:«موږ پنځه کلن سټراټېژيک پلان لرو چې زموږ لوبغاړي پنځه کاله وروسته په بهرنیو سیالیو کې د ویلو لپاره څه ولرو او دم کړۍ، تر ډېره زموږ پاملرنه په دغې څانګه کې کم عمرو ته ده.»

د دغو سیالیو د ډېر عمره کسانو په برخه کې، وحیدالله سادات وتوانېد چې د دغو سیالیو اتل شي.

ښاغلی سادات د خپلې بریا په هکله وايي:«باید موږ ته پاملرنه وشي او له حکومته زموږ غوښتنه دا ده هغه حقوق چې موږ ته په پام کې نیول شوي دي، باید راکړل شي ترڅو ښه سپورټ وکړو او له بهرنیو سیالیو لاسته راوړنه ولرو.»

د کم عمره کسانو په برخه کې «منیب شرفي» د دغو سیالیو اتل شو.

د دې سربېره، د ملي اولمپیک کمېټې او بدني روزنې چارواکو د لوبغاړو په وړاندې د شته خنډونو پر لېرې کولو ټينګار کړی دی او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د سپورټي فعالیتونو غوښتنه وکړه.

د بدني روزنې او ملي اولمپيک کمېټې سرپرست نظر محمد مطمین په دې هکله څرګندوي:«موږ سپورټي ننګونو ته رسېدنه کوو. له ټولو لوبغاړو زما هیله دا ده که چېرې په ولسوالیو، ولایتونو او کلیو کې یاست، سپورټي ځایونو ته راشئ او سپورټ وکړئ. سپورټ انسان له نشه یي توکو لېرې ساتي.» 

د دغو سیالیو د ډېر عمره کسانو په برخه کې، وحیدالله سادات وتوانېد چې د دغو سیالیو اتل شي او د کم عمره کسانو په برخه کې «منیب شرفي» د دغو سیالیو اتل شو.

تصویر بندانگشتی

د کابل د متخبې لوبډلې لپاره د مېز پر مخ د ټېنس غوراوي سیالۍ د اوو کلپونو د ۴۰ لوبغاړو له ګډون سره د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو وروستی پړاو د ملي اولمپيک او بدني روزنې د چارواکو له حضور سره نن له غرمې وروسته د سرې میاشتې په کوربتوب ترسره شوې.

د مېر پر مخ د ټېنس یا پینګ پانګ فډراسیون سرپرست جاوېد شرفي وايي:«موږ پنځه کلن سټراټېژيک پلان لرو چې زموږ لوبغاړي پنځه کاله وروسته په بهرنیو سیالیو کې د ویلو لپاره څه ولرو او دم کړۍ، تر ډېره زموږ پاملرنه په دغې څانګه کې کم عمرو ته ده.»

د دغو سیالیو د ډېر عمره کسانو په برخه کې، وحیدالله سادات وتوانېد چې د دغو سیالیو اتل شي.

ښاغلی سادات د خپلې بریا په هکله وايي:«باید موږ ته پاملرنه وشي او له حکومته زموږ غوښتنه دا ده هغه حقوق چې موږ ته په پام کې نیول شوي دي، باید راکړل شي ترڅو ښه سپورټ وکړو او له بهرنیو سیالیو لاسته راوړنه ولرو.»

د کم عمره کسانو په برخه کې «منیب شرفي» د دغو سیالیو اتل شو.

د دې سربېره، د ملي اولمپیک کمېټې او بدني روزنې چارواکو د لوبغاړو په وړاندې د شته خنډونو پر لېرې کولو ټينګار کړی دی او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د سپورټي فعالیتونو غوښتنه وکړه.

د بدني روزنې او ملي اولمپيک کمېټې سرپرست نظر محمد مطمین په دې هکله څرګندوي:«موږ سپورټي ننګونو ته رسېدنه کوو. له ټولو لوبغاړو زما هیله دا ده که چېرې په ولسوالیو، ولایتونو او کلیو کې یاست، سپورټي ځایونو ته راشئ او سپورټ وکړئ. سپورټ انسان له نشه یي توکو لېرې ساتي.» 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه