Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه ړوند افغان د لندن په لامبو وهلو سیالیو کې درېیم مقام وګاټه

د هېواد یوه ړوند ورزشکار ولي محمد نوري چې تر ډېره د ځغاستې په سیالیو کې مشهور دی؛ یو ځل بیا افغانستان ته ویاړ راوبښه. نوموړي دا ځل په منډې وهلو کې نه‌؛ بلکې په لامبو وهلو کې دا ویاړ خپل کړی دی.

نوري د لامبو وهلو سیالیو پرمهال چې تېره ورځ د انګلستان په لندن ښار کې د ۱۰۰ معلولو وزشکارانو تر منځ تر سره شوې؛ په دې وتوانېده چې په ۵۹ ثانیو کې ۵۰ مټره واټن ووهي او د دې سیالیو درېیم مقام خپل کړي.

ورته مهال، نوري د افغانستان لومړنی ړوند ورزشکار شو چې د لامبو وهلو په سیالو کې دا ډول مډال ګټي.

ولي محمد نوري لس کاله وړاندې په هلمند ولایت د یوې چاودنې پر مهال ړوند شو.

د هېواد دې ورزشکار د درېیم مقام ګټلو تر څنګ، یو بل داسې افتخاري مډال هم تر لاسه کړ چې د یوه افغان معلول په توګه په دې سیالیو کې ګډون کوي.

د هېواد دا ړوند ورزشکار داسې مهال د مډال په ګټلو بریالی شو چې نوموړی له دې وړاندې څو ځلي هم د ځغاستې په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و.

نوري وايي، معلولیت ناتواني نه‌ده؛ بلکه د هغه معلولیت د دې سبب شوی چې لا هڅه وکړي او افغانستان ته ویاړونه راوبښي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه