Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې د زونونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

هېواد کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د پهلوانۍ سیالۍ د پلازمېنې د زونونو د شلو لوبډلو ترمنځ پېل شوې.

د هېواد د پهلوانۍ فډراسیون چارواکي وايي ټاکل شوې ده چې د پلازمېنې له بېلابېلو برخو ۱۶۰ پهلوانان د اتلولۍ د لقب او ملي لوبډلې ته د لارموندنې د جواز ترلاسه کولو لپاره د وو ورځو لپاره سره سیالي وکړي.

دغه فډراسیون همدارنګه وايي چې د دغو سیالیو ترسراوی په هېواد کې د دغې لرغونې لوبې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټور ګام دی.

ویل کېږي چې د دغو سیالیو غوره څېرې تر پېژندلو وروسته ملي لوبډلې ته جذب کېږي.

د پهلوانۍ فډراسیون مسوول محمد یونس حیران په دې هکله وویل:«موږ هڅه کوو چې له دغو سیالیو غورې څېرې ملي لوبډلې ته غوره کړو او همدارنګه بهرنۍ لوبې هم په مخ کې لرو که چېرې بودیجه وي.»

په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي پهلوانان د دې پړاو د سیالیو د کچې له لوړوالي خبره کوي او وايي له ځنډ سره د دغو سیالیو ترسراوی د دوی د پرمختګ مخنیوی کړی دی.

د پهلوانۍ د ملي لوبډلې غړی بلال وویل:«د دغو سیالیو ترسراوی زموږ لپاره ډېر ګټور دی، باید تل ترسره شي چې موږ له خپلو تمریناتو او سیالیو پاتې نه شو.»

د پهلوانۍ د ملي لوبډلې بل غړی فیصل هم طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«زموږ ستونزې همدا دي چې مناسب ځای نه لرو، باید زموږ پهلوانانو ملاتړ وشي، ډېرې په سختۍ سره مسابقه او تمرین کوو.»

د پهلوانۍ فډراسیون وايي چې د دغو سیالیو ترسراوی په هېواد کې د دغې لرغونې لوبې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټور ګام دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه