Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمنګان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ

د سمنګان ولایت د وزلوبې فډراسیون وايي چې تېره ورځ یې د دغه ولایت د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره کړه.

د چارواکو په وینا، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د سمنګان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۶۰ لوبغاړو حضور درلود.

د سمنګان ولایت د وزلوبې فډراسیون رییس قاري ذبیح الله حاجي زاده وايي چې وزلوبه په افغانستان کې یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده چې له مشرانو په میراث پاتې ده. له همدې امله به د دغې لرغونې لوبې د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وشي.

حاجي زاده وویل:«وزلوبه یوه دودیزه لوبه ده چې له پلرونو او نیکونو موږ ته په میراث پاتې ده او موږ د دغې لوبې د ودې لپاره هڅه کوو.»

د وزلوبې سیالۍ په داسې حال کې د سمنګان ولایت د ۶۰ چاپندازانو په حضور ترسره کېږي چې ځينې چاپندازان دغه سیالۍ د وزلوبې سیالیو د ودې لپاره ګټور ګڼي.

چاپنداز نجیب الله وايي:«له ډېرې مودې راهیسې په سمنګان کې وزلوبه کوم ترڅو وکړای شم د وزلوبې سپورټ چې له پلرونو مو په میراث پاتې دی وده ورکړم.»

سمنګان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ

د وزلوبې فډراسیون چاروکي د دغو سیالیو موخه د وزلوبې لیګ لپاره د لوبغاړو چمتووالی ګڼي.

تصویر بندانگشتی

د سمنګان ولایت د وزلوبې فډراسیون وايي چې تېره ورځ یې د دغه ولایت د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره کړه.

د چارواکو په وینا، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د سمنګان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۶۰ لوبغاړو حضور درلود.

د سمنګان ولایت د وزلوبې فډراسیون رییس قاري ذبیح الله حاجي زاده وايي چې وزلوبه په افغانستان کې یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده چې له مشرانو په میراث پاتې ده. له همدې امله به د دغې لرغونې لوبې د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وشي.

حاجي زاده وویل:«وزلوبه یوه دودیزه لوبه ده چې له پلرونو او نیکونو موږ ته په میراث پاتې ده او موږ د دغې لوبې د ودې لپاره هڅه کوو.»

د وزلوبې سیالۍ په داسې حال کې د سمنګان ولایت د ۶۰ چاپندازانو په حضور ترسره کېږي چې ځينې چاپندازان دغه سیالۍ د وزلوبې سیالیو د ودې لپاره ګټور ګڼي.

چاپنداز نجیب الله وايي:«له ډېرې مودې راهیسې په سمنګان کې وزلوبه کوم ترڅو وکړای شم د وزلوبې سپورټ چې له پلرونو مو په میراث پاتې دی وده ورکړم.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه