Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغان لوبډلې ۸ غوره لوبډلو ته لاره وموندله

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې د نولس کلنو کم‌عمره نړیوال جام سیالیو کې زېمبابوې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اته غوره لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

د افغانستان او زېمبابوې لوبغاړیو تېر ماښام د وېسټ انډیز نړیوال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې د یو بل پر وړاندې لوبغالي ته ښکته شول چې په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې بچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنه پرېکړه وکړه.

له نولس کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د دې سیالیو په چوکاټ کې د تېرو دوو سیالیو پرتله د زېمبابوې پر وړاندې ښه وځلېدل او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو کې زېمبابوې ته د ګټلو لپاره د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

د زېمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۲ منډې وکړې او د افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف یې پوره نه‌شو کړای شو او د ۱۰۹ منډو په توپیر سره یې ماته ومنله.

تر دې مهاله د افغانستان له نولس کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د وېسټ انډیز نړیوال جام د ګروپي سیالیو په لړ کې، د پاپوا نیو ګیني، پاکستان او زېمبابوې پر وړاندې درې لوبې تر سره کړي چې پاپوا نیو ګیني او زېمبابوې ته یې ماتې ورکړې، خو د پاکستان له لوبډلې یې ماته منلې وه.

په دې بریا سره افغان لوبډلې دویم پړاو ته لاره پیدا کړه چې د روانې زېږدیزې میاشتې په ۲۷مه نېټه به په کوارټر فاینل لوبه کې د سرېلانکا له نولس کلنو کم‌عمره لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې زېږدیزې میاشتې په ۲۷مه په کوارټر فاینل لوبه کې د سرېلانکا لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې زېږدیزې میاشتې په ۲۷مه په کوارټر فاینل لوبه کې له سرېلانکا لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه