Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د وزلوبې سیالیو پای: کندهار لوبډله د دې سیالیو اتله شوه

پرون په کابل کې د وزلوبې غوره لیګ سیالیو درېیم پړاو پای ته ورسېد او د کندهار لوبډلې د دې سیالیو په پای لوبه کې لومړی مقام خپل کړ.

د دې سیالیو پای لوبه د کندهار او کندوز لوبډلو تر منځ تر سره شوه. د کندهار لوبډلې دوه پر صفر د کندوز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپل په نوم ثبت کړه.

د وزلوبې فدراسیون مرستیال فهیم نظري وايي: «هڅه کوو چې بل سیالۍ په زونونو کې تر سره کړو او هر زون ته لاړ شو او سیالۍ وکړو.»

په دې سیالیو کې ګډونکوونکو لوبډلو او د وزلوبې مینه‌والو له حکومت غوښتنه کوي چې له دې لرغونې سیالۍ ملاتړ وکړي.

د بلخ اوسېدونکی معراج وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې په راتلونکې کې دا ډول کلتوري سیالۍ جوړې کړي.»

د ملي راډېو-ټلوېزیون عمومي رییس احمدالله وثیق وايي: «حکومت د دې سیالیو ملاتړ کوي، څو دا سیالۍ وده وکړي او المپیک دنده لري چې دا ډول کلتوري او افغاني سیالیو ته وده او پرمختګ ورکړي.»

د کندهار وزلوبې لوبډلې لوبغاړی فیصل حسن وايي: «د خلکو دعاګانې، ښه اسونه او زموږ د لوبډلې غوره مدیریت و چې موږ اتلولۍ ته ورسېدلو.»

د بدني روزنې او ورزش رییس او د المپیک کمېټې سرپرست نظر محمد مطمین وايي: «په دې لیګ کې چې کومې ستونزې وې، زموږ همکارانو له ځان سره یادښت کړي او په راتلونکو لیګونو کې به حل شي.»

په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و.

د کندهار لوبډلې دوه پر صفر د کندوز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپل په نوم ثبت کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه